سیاست

جمهور رئیس غني د نیمروز مشرانو او استازو سره وکتل

کابل باختر د کب د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په هرات کې د نیمروز ولایت له یو شمېر مشرانو، متنفذینو او استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په پیل کې د نیمروز والي انجینر محمد سمیع خبرې وکړې او د ټاپي مهمې پروژې د کار د پیل مبارکي یې جمهور رئیس او ټولو افغانانو ته وویله او په دې اړه یې د خلکو له خوښیو ډک احساسات له جمهور رئیس سره شریک کړل.
د نیمروزد ولایتي شورا رئیس بازمحمد ناصري د جمهور رئیس غني په هلو ځلو او ځانګړې پاملرنې د ټاپي پروژې د کار پیل د افغانستان لپاره لویه بریا او لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، د نیمروز ولسونه په دې برخه کې هر ډول همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.
ده د چابهار او دلارام تر منځ د لوی لارې په برخه کې د شته امنیتي ستونزو د حل په برخه کې د امنیتي اودفاعي ځواکونو زحمتونه او هلې ځلې وستایلې او د پوهنې ، خاشرود بند او دویمې درجې ته د نیمروز ولایت د ارتقا په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
مولوي عبدالاحد د خبرو پرمهال وویل، د نیمروز عآلمانو د جمعې د لمانځه پرمهال ولسونه د ټاپي پروژې په اړه ملاتړ او همکارۍ ته ور وبلل او دغه پروژه یې د افغانستان او سیمې هېوادونو د سولې او امنیت د تامین په برخه کې ګټوره وبلله.
جمهور رئیس غني د نیمروز د مشرانو او ولسونو د دریځ، وحدت، ښه نیت، ژمنې او ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، نیمروز ولایت دویمې درجې ته د ارتقا یو لړ معیارونه پوره کړي او د نورو معیارونو له پوره کولو وروسته به په دې برخه کې اقدام وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د ښوونخیو د ستونزو د حل په برخه کې به اساسي اقدام واخیستل شي او په دې برخه کې یې د ولسونو او مشرانو همکاري حیاتي وبلله.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، ټاپي یوازې پروژه نه، بلکې دا د هېواد نښلول او اقتصادي تحرک دی.
جمهور رئیس ټاپي پروژه یو ښه پیل وباله او زیاته یې کړه، تر څنګ به یې نوري فایبر، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي، دآوسپنې پټلى او نورې پروژې هم تطبیق شي. هغه زیاته کړه، زه د افغانستان په ښه راتلونکي فکر کوم او په دې برخه کې د مشرانو او ولسونو ونډه ډېره مهمه ده.
جمهور رئیس هیله څرګنده کړه، ټاپي پروژه به د ولسونو په ډاډ او همکارۍ په بریالیتوب تطبیق شي او مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې د دغې پروژې د تطبیق لپاره به کارګر او کدرونه د شفافیت او عدالت په اساس استخدام شي. پآى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته