ورزش

دړندو لپاره په هيواد کې يوه نوى ورزشي څانګه جوړه شوه

کابلباختر د زمري ٤ مـــــــــه

دالمپيک په ملى کميټه کې نن دګلوبل په نا مه يوه نوى ورزشي څانګه ړندو ته جوړه شوه .

 ددغې ورزشي څانګى د جوړولو هدف ددغې څانګې د منتخب ټيم ټا کل اود هغو ړندو هڅول دي چې ورزشي استعداد لري.

 دالمپيک دملي کميټې دپاراالمپيک فدراسيون رئيس سميع دره يي باخترا ژانس ته وويل په دې ورزشي څانګه کې په توپ لوبه کيږي چې د هند بال په بڼه اجرا کيږي

ده وويل اوس په يوټيم کې اته تنه ړا نده ورزشکاران ګډون لري چې ددوى په زياتيدو سره دغه څانګه پياوړي کيږي او منتخب ټيم ته به وټا کل شي

سميع زيا ته کړه ګلوبال يا توپ لوبه يو اتريشى ورزش دى چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې په نړۍ کې شهرت پيدا کړى دى او ښځينه ړندو ته ځانګړى شوې ده او په افغا نستان کې نن د لو مړى ځل لپاره را منځته شوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته