ټولنه

په پروان کې دکنفرانسونو دسالون دودانۍ دجوړولو دکار پيل

کابل باختر د وږي ٦مه :
دپروان دکنفرانسونو دسالون دودانۍ دجوړولو کار پرون د دغه ولايت په مرکزکې پيل شو .
دغه ودانۍ دهند په مرسته جوړېږي .
دباختراژانس دخبرله مخې،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دهېواد داقتصاد وزير  په وړاندې ترسره شو دپروان والي فضل الدين عيار دغه ودانۍ يې يوه ښه پرمختيايي لاس ته راوړنه  وبلله او دهند دهېواد له پاملرنې او مرستې ېې مننه وکړه .
دهېواد دښارجوړولو وزارت دتحکيم اوثبات دپروګرامونو سرپرست علي احمد عظيمي دپروان دکنفرانسونو دودانۍ جوړول له اهميت  څخه ډک وباله او
ويې ويل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول په  ٢٤زره مربع متره ځمکه کې د ٣٢ ميليونو ١٥٠ زره افغانيو په لګښت دهندوستان په مرسته په يو کال کې جوړېږي .
ديوبل خبرله مخې ،  دپروان دکتابتون دودانۍ دجوړولو کار بشپړ او پرون پرانستل شو .
  ديادونې وړ ده چې دغه ودانۍ دڅه دپاسه درې ميليونه افغانيو په لګښت دهندوستان هېواد په مرسته جوړ شوى دى .
ختم _  شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته