سیاست

جمهورريیس غني د اسټرالیا ګورنرجنرال سره وکتل

کابل /دليندۍ ٢٧مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن د اسټرالیا ګورنرجنرال ډیویډ هرلي سره په ارګ کې وکتل او دواړو لوریو د سولې، امنیت، ترورېزم سره د مبارزې او دوه اړخیزه اړیکو پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني د اسټرالیا ګورنرجنرال ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د دې هېواد د نظامي او ملکي همکاریو د مننې ترڅنګ وویل: زموږ د سولې هڅې یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې دغه پروسه سیمه ییز اړخونه لري. زموږ هڅې د تېرو څلورو لسیزو جګړې د پایته رسولو لپاره دي چې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: افغانستان د سولې لپاره پخپلې برنامې په شدت کار کوي، خو له افغانستان څخه بهر د طالبانو د پټنځایونو موجودیت، له تروریستي او د نشه یي توکو ډلو سره د طالبانو اړیکې د سولې پروسه کې اساسي پوښتنې دي.
جمهورريیس غني په افغانستان کې د داعش ډلې ماتې ته په اشارې وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمرکز له تروریزم سره پر مبارزې دی، تروریزم لا هم د افغانستان متحدینو ته د ګډ ګواښ په توګه موجود دی چې ګډې مبارزې ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ پخوانی بن بست مات کړ.
په مقابل کې، د اسټرالیا ګورنرجنرال جمهورريیس او خلکو ته په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو مبارکي وویله او د دې پروسې د امنیت تامین لپاره یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې. ښاغلي هرلي زیاته کړه: هېواد یې د سولې پروسه کې د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د انکشاف او پرمختګ لپاره د دې هېواد د لومړیتونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د اسټرالیا ګورنرجنرال وویل: هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا زیاتې پراختیا غوښتونکی دی او حاضر دی چې د کانونو، ښوونې او روزنې، کرنې او اوبو مدیریت په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته