اقتصاد

د هېواد بازارونو ته د فراه د هندوانې د صادراتو زياتوالى

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
سږ کال له فراه ولايت څخه د دوه ملياردو افغانيو په ارزښت هندوانه صادره شوې ده .
د فراه هندوانې د لوړ کيفيت ترڅنګ  ښه بازار هم لري او تر اوسه پورې د نږدې  دوه ملياردو افغانيو په ارزښت هندوانې له فراه ولايت څخه  صادرې شوې دي .
د فراه ولايت د کرنې رياست دکرنې د رواجولو مدير باخترآژانس ته وويل چې کال په کال په فراه کې د هندوانې کرکيله  زياتيږي  او سږ کال برسيره پردې چې د هندوانې دکرکيلې ساحه پراخه شوې ؛ د هندوانې کيفيت هم دتېرکال په پرتله  ښه شوې ده او د پلورنې بازار يې هم ښه دى . 
ويل کيږي؛ تېرکال له ١١ زره هکتاره ځمکې څخه ٣٤١ زره ټنه هندوانه او سږ کال  له ١٢زره هکتاره ځمکې څخه ٤٢٠ زره ټنه هندوانه ترلاسه شوې ده  چې په يو هکتار ځمکه کې څلور ټنه زياتوالي ښيي .
  ده زياته کړه: په خپل وخت د باران اورښت او په فرارود سيندکې داوبو زياتوالي  په دغه ولايت کې د هندوانو د حاصلاتو د زياتوالي عامل دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته