داسعدآباد ښار/ باختر/ د کب د مياشتې ٩مه نيټه:
پنځه تنه وسله وال ډاراچوونکي په تيرو ٢٤ساعتو کې دهېواد په ختيځ کې ونيول شول .
دغه نيول شوي کسان د وسله والو طالبانو اوداعش غړي دي چې دننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو په مربوطاتو کې له جنګي وسايلوسره يې ونيول شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل دغه وسله وال ډاراچوونکي کله کې د يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو ، دپوځيانو له خوا پري بريد وشو.
نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې دوسله والو طالبانو اوداعش په ډله کې په غړيتوب او د هېواد په ختيځ کې د لسګونو خونړيو مرګانونو بريدونو په ترسره کولو کې په لاس لرلو اعتراف کړىدى. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل