سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

افغانان د ژمي په توده او د دښمن په خوږه نه غلطیږي

تبصره

تر اوسه نه دي لیدل شوي، چې دوه مخی انسان بریالی او خپلو موخو ته رسېدلی وي.

د افغانستان دښمنان هم همداسې درواخلئ، دوی هېڅکله د افغانستان ښه نه غواړي او تل(یک بام و دو هوا) سیاست کاروي، نو پکار ده، چې ډېر په احتیاط ورسره برخورد وشي.

د اسلامي امارت په روانې دوه نیم کلنې واکمنۍ کې ولیدل شول او لیدل کیږي، چې ځینې هېوادونه افغانان او واکمن نظام  له خوږ ګوتې نیسي او هڅه کوي، چې د خپلو ناوړه موخو د ترلاسه کولو لپاره اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي، خو دوی باید پوه شي، چې د اسلامي امارت سیاستوالو او نظامیانو تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته راغلي او ٥٢ اشغالګر هېوادونه یې له ماتې سره مخ کړل، نو دا ډول فشارونه خو بیخي زغملی او مدیریت کولی شي.

وروستیو دوه ورځو کې لیدل کیږي، چې یو له دغو هېوادونو، چې اسلامي امارت ته یې همیشه پلمې لټولې، د کابل په اړه خپله تګلاره بدله کړې او غواړي، ځان داسې پاک وښیي، چې ګواکې وروستیو څو میاشتو کې یې د افغانانو پر وړاندې هېڅ ناروا نه ده کړې.

خو دوی باید پوه شي، چې افغانان هوښیار دي او هېڅکله د ژمي په تودې او د دښمن په خوږې نه تېروځي؛ که چا ورسره ښه وکړل ښه به وویني او که چا ورسره بد وکړل، نو تر یوې اوږدې حوصلې وروسته به داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، چې هېڅکله به یې له هېره وه نه وځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته