ټولنه

تبصــره :

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٩  :
دځان وژنې دمخنيوې دنړيوالې ورځې نمانځنه په هېواد کې دعملي چلندونو غوښتنه کوي.
د باختر آژانس  مفسرليکي :  له هغو تحليلونو او څيړنو سره سره چې ترسره کيږي   لاتراوسه پورې مشخصه نه ده چې په افغانستان کې  په کال کې څومره کسان په ځان وژنې سره خپل ژوند پاى ته رسوي.
دغه مسئله  ژور فکر ته اړتيالري  چې بايد  په کار لاس پورې کړو   اوپه عملي پروګرامونو سره په هېواد کې دغه ستونزه پاى ته ورسوو.
په دې کې دشک ځاى نشته  چې يوه مشخصه اداره يا بنسټ نه شي کولاى په يوازيتوب سره   په هېواد کې  دګڼو ټولنيزو ناخوالو په پام کې نيولو سره وکولاى شي په دې لاره  کې عمل وکړي.
ددغې ستونزې اړخونه پراخ دي  او کولاى شو  له نورو ملي او نړيوالو ادارو او
بنسټونوسره په مشارکت کې  داسې لارې چارې ولټوو چې په هېواد کې دځان
وژنې د مخنيوي زمينه برابره شي .
دځينو کسانو په باور  دجوماتونو امامان ، روحانيون او مخور، ديني شخصيتونه ، رسنۍ ، وګړنۍ ، ديني  اوټوليزې شوراګانې  ،مدني اوټولنيز بنسټونه ، کورنۍ او دټولنې بيلابيل قشرونه   که چېرې  په خپلو پروګرامونو کې دځينو مسئلو دبيانولو پرځاى  دځان وژنې ستونزه طرحه کړې  او دجمعې  په لمونځونو اوپه سترو غونډو  کې داسلام دمقدس دين دلارښوونې په رڼا کې دغې موضوع ته پاملرنه وکړي په ډاډ سره کولاى شو ووايو  چې په هېواد کې  ددغې ناروا  ټغر راټوليږي.
سره له دې چې  لا تراوسه پورې دهغو کسانو دقيق شمير  چې په ځان وژنې سره يې خپل  ژوند پاى ته رسولى دى ،  مشخص نه دى خو هغو خبرونو او رپوټونو ته  په پاملرنې سره  چې درسنيوله لارې خپريږي دهېواد په بيلابيلو ولايتونو کې  دځان وژنې پيښې په ډيرو بدو ډولونو سره يې شتون لري.
هغه کسان چې  غوښتي يې دي  دځان وژنې له لارې خپل  ژوند پاى ته ورسوي
له هغو وسايلو څخه په استفادې سره  چې په آسانۍ سره په لاس کې لري  په ځان وژنې لاس پورې کړى دى ، ځينې نورو دځان د زندۍ کولو ، ځينو نورو دزهرجنو توکو په کارولو  او ځينو نورو هم  له وسلو څخه په استفادې سره خپل ژوند پاى ته رسولى دى.
هرچا چې  ځان وژلى دى  په يوې کورنۍ پورې اړه لري  په دې دليل دځان وژنې په مخنيوي کې دکورنۍ رول  دجوماتونو د امامانو ، عالمانو او دنورو بنسټونو  له رول سره جوخت دى.
ښوونځي  په دې لاره کې دعامه ذهنونو دروښانولو لپاره ډير ښه ځاى دى تراوسه پورې هيڅکله ددې شاهدان نه يو چې  دحج او اوقافو په وزارت پورې داړوندو جوماتونو  ملاامامان او ديني عالمان ښوونځيو ته تللي وي او ځان وژنه يې داسلام دمبين دين له نظره تحليل کړي وي،.
داسلام مقدس دين ځان وژنه ناروا   او حرامه بللې ده . په همدې دليل دغه مکلفيت په ټولو پورې اړه پيدا کوي  چې  داسلام دمقدس دين له نظره  دځان وژنې نا روا والى او حراموالى خلکو ته څرګند اوبيان شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته