فرهنګ

ډاکتر رهين: دافغانستان دملي موزيم نوى ودانۍ جوړيږي

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين   نن د مهندسي  دنړيوالې سيالۍ  دګټونکو جايزي  چې دملي موزيم  دنوى ودانۍ  دجوړولو په خاطر  پيل شوې وه  ، وويشلي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو له سفارت سره  په ګډوهلوځلو کې نږدي يو کال مخکې  دافغانستان دملي موزيم  دنوى ودانۍ  دطرحې دبرابرولو په خاطر نړيواله سيالۍ پيل کړه .
د باختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدي امله  دافغانستان  په ملي موزيم کې  جوړه شوې وه  په کابل کې  دامريکا سفير  او دسفارت غړو ، په کابل کې ددوستو هيوادونو  ځينو سفيرانو او استازو او په ملي شورا کې  د خلکو يوشمير استازو ګډون کړي و .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په دغو مراسمو کې  خبري وکړي او وي ويل  دافغانستان ملي موزيم  زموږ د نيکونو دوياړنو او يادګارونو کور دي . او د فکر او  مفکوري  دمظاهرو  ځاى  او په  تيرو پيړيو کې  زموږ دملت  دهمت  حاصل دى . خپل اثار يې  رامنځته کړل او ځاى يې  په همدي ودانۍ کې دي .
  دغه ودانۍ په   ١٩٢٢ کال کې د شاه امان الله غازي  په وخت کې جوړه شوې  ده  او نن دموجودو اثارو ظرفيت نه لري .
  ډاکتر رهين زياته کړه لوى خداى ( ج  ) توفيق راکړداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  چې  په وروستيو  څوکلونوکې  وکولي شول  زيات اثار ترلاسه کړي او دغه راز ځيني ساحې راوسپړلي او له هرې يوې څخه يې  زيات اثار  ترلاسه کړل دغه هيله  په زړه کې وه  چې  نوى ملي موزيم  ولرو .
  ددولت په موافقه  دغه موزيم ته څيرمه دملي دفاع وزارت دملکېت اته جريبه   ځمکه ددغه وزارت  په واک کې  ورکړي شوه .
د ډاکتر رهين دڅرګندونو له مخې  ددغه موزيم د ودانۍ طرحه او ديزاين  نړيوالې سيالۍ ته  وړاندې شو ددوه اويا  پيشنهادي طرحو  له جملې څخه  درې طرحې  دجايزي  ګتوونکې وبلل  شوي .
دغه راز  په دې غونډه کې  په کابل کې دامريکا سفير  اوميرمن نانسي  دوپري چې  دافغانستان  ملي موزيم  او فرهنګ ته  دخدمت  اوږده سابقه لري  ، خبري وکړي  هيله يې وکړه هغه راتلونکې ګامونه  چې  دمرستو راټولول دي  ، دملي او نړيوالو  دوستانو په همکاري  دوام ومومي .
  دملي موزيم ديو تن مسوول  د څرګندونو له مخې  له  ١٤٧ هيوادونو څخه لومړۍ او دويمې  جايزه د هسپانوي انجنيرانو اومهندسانو اودريمه جايزه دالماني مهندس  په برخه شوه .
  دده د څرګندونو له مخې  دګټوونکې جايزي  هغوى ته  ليږل کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته