نړۍ

په شمالي وزيرستان کې نوې نښته

_  ميرامشاه ډي ډان  باختردغبرګولي دمياشتې ١٦
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  دپاکستاني طالبانو  اوله دغې ډلې
څخه ديوې جلا شوې څانګې ترمنځ په نوې نښته کې  څه ناڅه اووه تنه ووژل
شول او  څوتنه نور ټپيان شول .
دپاکستان دډي ډان ورځپاڼې دخبرله مخې : دغه نښته نن سهار دشمالي وزيرستان دمرکز ميرامشاه ښار په لويديځ کې  رامنځته شوه چې په وژل شويوکسانو دپاکستاني طالبانو دډلې  پنځه تنه غړي شامل دي .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :  دخان سعيد سجنا  دډلې دمتحده خالد محسود
او دپاکستاني طالبانو  دپخواني مشر حکيم الله محسود له وژل کيدو وروسته
څه ناڅه سل تنه مليشه طالبان  دتيرو  دريو مياشتو په بهېر کې ددغو دوو  ډلو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.
داپه داسې  حال کې ده چې دپاکستان حکومت دپاکستاني طالبانوله ډلې سره
دتير کال  دسلواغې  په مياشت کې له   اوربند سره جوخت دسولې خبرې پيل کړې
خو دغه  اوربند يوه مياشت مخکې  ددواړو لورو ترمنځ له منځه لاړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته