ټولنه

دزراعتي اوبو يو کانال او پنځه حقابې په هلمند کې جوړيږي .

کابل باختر دوري دريمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون  پروګرام په  هلمند ولايت کې دڅه دپاسه درې مليونو افغانيو په لګښت داوو ټولګټو پروژو کار پيل کړى دى .
دکليو دبيا رغاونې او پراختيا وزارت دولسي تړون  پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې  باختراژانس ته  خبرورکړ.
په دغو پروژو کې دزراعتي اوبو يو کانال ، پنځو حقابو او ديو محافظتي  ديوال جوړول شامل دي .
ددغو پروژو کار ددرې مليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په بېلابېلو  کليو کې پيل شوې دي .
ددغو پروژو دکار په پيل  سره ددغې ولسوالۍ دخلکو درې سوه جريبه ځمکه خړوبېږي او څلور سوه  شپيته کورنۍ  ددغو پروژو له اسانتياو څخه استفاده کوي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته