امنیت

پنځلسو تنوډاراچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٤ :
دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  دجلاجلا عملياتو په بهيرکې  چې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شول يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل  شول  اوڅلور تنه نور يې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات دننګرهار ، کاپيسا ، کونړ ، خوست ، پکتيا ، غزني ، روزګان ،  هرات ، کندز ، بدخشان ، بغلان ،  جوزجان  او د هلمندد ولايتونوپه مربوطاتو کې  ترسره شول چې له امله يې  يوولس تنه ډاراچوونکي وژل شول او څلورتنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته