سیاست

د میدان وردکو په جلګه ولسوالی کې د ملکي تلفاتو په تړاو د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختر دکب څلورمه
د میدان وردکو په جلګه ولسوالی کې د ملکي تلفاتو په تړاو د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د میدان وردکوولايت په جلګه ولسوالی کې د هوایي بمباري په پايله کې زموږ یو شمېر ملکي هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د افغانانو پر کلیو او کورونو بمبارۍ او د ملکي تلفاتو دوام د ژورې اندېښنې وړ دى او دغه راز ظالمانه کړنې په کلکو ټکو  غندم.
په افغانستان کې له وینې تویدنې سره په هر عنوان او له هر لوري چې وي په کلکه خپل مخالفت څرګندوم او له ښکېلو لوروڅخه غواړم چې د جګړې او ورور وژنې پرځای دې د تفاهم او مذاکرې له لارې سولې ته د رسېدو لپاره صادقانه هڅې وکړي.
د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږی او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوم.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته