امنیت

ددوه ديرشو تنو وسله والو طالبانو مرګ ژوبله .

کابل -باختر دثور پنځلسمه :
دطالبانو په ډلې او په حقاني شبکې پورې اړوند ٢٥ تنه په افغانستان کې ديولړ پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول .
په نيول شويوکسانو کې د دوو ترو رستي ډلو څلورتنه قوماندا نان هم شامل دي،
ناټو وايي چې په دغو پوځي عملياتو کې دغه راز دطالبانو دډلې اودحقاني دشبکې اووه تنه نور جګړه ماران وژل شوي دي .
ويل کيږي چې ددغو ډلو دوه تنه قوماندانان چې يويې ملاقدرت دى په وژل شويو کسانو کې شا مل دى.
باختراژانس د نا ټو ديوې خبر پاڼې له خولې خبر را کړ : په يولړ نورو عملياتو کې چې دقند هار ،هلمند، بغلان ،جوزجان ،غزني ،نيمروز اودپکتيکا د ولايتو نو په مربو طاتو کې ترسره شول دطالبانو دډلې  اودحقا ني دشبکې پنځه ويشت تنه جګړه ماران ونيول شول او اووه تنه نوريې ووژل شول.
ناټو تائيد کړه چې په وژل شويو اونيول شويو کسانو کې دغو دوو ترورستي ډلو شپږ تنه قوماندا نان هم شا مل دي .
خبر پاڼه زياتوي چې په زياترو دغوپوځيانو کله چې په خپلو پټنځايو نو کې دترورستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و دافغان پوځيانو اود ناټو دځواکو نو له خوا  بريد وشو اويوشمير يې ووژل شول او يو شميرنوريې ونيول شول .
پوځيانو په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو اودحقاني دشبکې د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې هم ترلاسه کړي دي .
د ناټو دخبر پاڼې دمعلوماتو له مخې : په دغو ډيپو ګانو کې په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلو ګرامه چاوديدونکي او نشه يي تو کي ترلاسه شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته