کابل باختر د کب څوارلسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دهېواد دهوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالپانو تيره شپه په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ، بريدونه وشول .
د هېوا د په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ چې دهېواد دهوايي ځواکونو په دغو بريدونو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .او دهغوى څو مرکزونه ويجاړ کړى شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي، چې پوځيان د هلمند ولايت لښکرګاه ښار ته څيرمه دوسله والو طالبانو دوسلو او مهماتو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
دهلمند ولايت يوامنيتي مقام وايي چې، په دغو ډيپوګانو کې دوسله والو طالبانو دډلې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خپر کې ويل شوي دي چې پوځيانو نن سهار د لښکرګاه ښار او ناد علي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل
دغه ماينونه د وسله والو طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى شوي و . ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل