کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢٠ :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي دانګلستان دنړيوالې پرمختيا په چارو کې ددولت له وزير روري استي وارت سره و کتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دواړو لورو دپرمختيايي پروګرامونو او دهغو همکاريو په باب چې دانګلستان له خوا يې ملاتړ کيږي ، دسولې دبهير ، دافغانستان دامنيتي او دفاعي حالت ، اقتصادي برياليتوبونو او دافغانستان په باب دامريکا دجمهوررئيس دونالدترامپ دا دارې دنوې پاليسۍ په باب خبرې اترې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دانګلستان ديوملياردډالري مالي مرستې
له امله چې د ٢٠١٧_ ٢٠٢٠ کلونو لپاره په افغانستان کې دبيا رغاونې اوپرمختيايي پروژو دتطبيق لپاره يې ژمنه شوې ده مننه وکړه.،
1 د یوې دقیقې څخه لږ