امنیت

دامنيتي ځواکونو په نه ستړې کيدونکو هلوځلو سره دمشورتي لويې جرګې لومړۍ ورځ دامن په فضا کې تيره شوه .

کابل باختر د لړم  دمياشتې ديرشمه :
د  کورنيو چارو   وزارت  ويندوى  صديق  صديقي چې د مشورني  لويې جرګې دامنيتي کميټې په استازيتوب يې نن په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل :  چې دمشورتي لويې جرګې  دامنيت دتامينولوپه  مقصد نيول  شويو امنيتي تدبيرونو ښې نتيجېي ورکړي دي او دغه تدبيرونه  ددې سبب شول  چې دجرګې  دجوړولو په لومړۍ  ورځ کومه خاصه امنيتي ستونزه  رامنځته  نه  شي .
دباخترآژانس دخبر له مخې :  صديق صديقي څرګنده کړه چې دافغانستان دخلکو دښمنانو دنا امنې دفضا دبرابرولو په مقصد هلې ځلې وکړې خو دملي امنيت دلوى رياست  دسرپرست  او دمشورتي لويې جرګي  دجوړولو دامنيتي کميسيون درييس دګر جنرال رحمت الله  نبيل ، دملي دفاع وزارت او دکورنيو چارو وزارت په رهبرۍ  دلويې جرګې  دجوړولو دامنيتي کميټې  په چوکات کې دامنيتي ځواکونو ته ستړې کيدونکي هلې ځلې  ددې سبب شوې چې دامنيت  د ګډوډولو لپاره ددښمنانو هلې ځلې په  اوبو لاهو شي او هغوى ونه کړاى شي چې په کابل کې ډيرکوچني تروريستي  فعاليت  ترسره کړي .
ده زياته کړه ، چې امنيتي ځواکونه په  وروستيو ورځوکې په دې بريالي شوي دي دلسګونو مواردو  تروريستي  بريدونو چې دافغانستان دخلکو د دښمنانوله  خوا دمشورتي  لويې جرګې  د جوړولو په ورځو کې دنا امني  دفضا دبرابرولو په مقصد پروګرام شوي  و، مخه ونيسي  او دهمغږو کشفي او استخباراتي  عملياتو په ترسره کولو سره د دښمن دسيسې شنډيې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته