امنیت

دپوليسو په ليکوکې دښځو دجذبولو په مقصد لارښوونکى او ميتوديکي سيمينار جوړ شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
د پوليسو په ليکوکې د ښځو د زيات جذبولو په مقصد څلور ورځنى سيمينار نن دکورنيو چارو وزارت له خوا په کابل کې جوړ شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې سمينيارکې د مرکز او ولايتونو د پوليسو د جزوتامونو د مسوولينو په ګډون سربېر د بشر د حقوقو، د مدني ټولنې د مرکزونو، دولتي ادارو او د آيساف استازو برخه اخستې وه .
برخه وال به سربېره پردې چې د پوليسو دستګاه ته د ښځو د زيات جذبولو او په دې لاره کې د ظرفيت جوړولو لارې چارې ولټوي؛ د ښځينه پوليسو د همغږۍ د شوراګانو د جوړولو په باب به هم خبرې وکړي.
په دې سيمينارکې د کورنيو چارو وزارت د پاليسي معين د پوليسو دستګاه ته د ښځو د زيات جذبولو په برخه کې د دغه وزارت کاري پروګرامونه وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د برابرو شويو اسانتياوو په باب معلومات ورکړل .
د ښځو د چارو وزارت معينې مژګان مصطفوي په دې سيمينارکې په دې ترڅ کې چې يو شمېر هغه ستونزې چې د کار په ساحه کې د ښځينه پوليسانو په وړاندې شته؛ بيان کړې او د پوليسو په دستګاه کې يې د ښځو شتون يوه اړتيا وبلله، ځکه هغوى په زياترو حالاتوکې امنيتي دندې آسانه کوي او کورنيو ته اسانتياوې برابروي.
بايد وويل شي چې د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري چې د پوليسو ليکوته د ښځو د جذبولو لپاره نور پنځه زره بستونه رامنځته کړي.
د سيمينار کار څلور ورځې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته