امنیت

د طالبانو د بريدونو زياتوالي او د امنيتي ځواکونو له خوا هغوى ته د سر د زيات زيان اړول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
په داسې حال کې چې په هيوادکې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه جدي شوي دي؛ د هيواد امنيتي مقامات د هغو د ځپلو خبرې کوي.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په وروستيو ورځوکې د هيواد په ځينو سيمو کې د طالبانو خوځښتونه جدي شوي دي.
طالبانو د هلمند په سنګين کې د يو ډله ييز بريد په ترسره کولو سره خپل زور معلوم کړ چې وروسته د هغه لمن د لوګر ، ننګرهار او د کندز په لور وغځول شوه خو برياليتوب يې ته درلود.
سره له دې چې طالبانو د کندز د نيولو خطر جدي وباله؛ خو په وروستيو هلوځلو کې د برياليتوب پاڼه د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې وه او طالبان د کندز ښار له شاوخوا څخه وتښتيدل او له دې څخه زيات په کندزکې امنيتي ګواښونو زيات کمښت وموند، خو طالبانو په سنګين کې خپله ماتې هيره کړه او اوس يوځل بيا سنګين يې د جګړې ډګرګرځولى دى او د خپلو افرادو په بياسمبالولو سره دغه ولسوالۍ د امنيتي چلنج سره مخامخ کړې ده. اوس دغه پوښتنه طرحه کيږي چې اوسنى حالت به په کنترول کې وي؟
د ملي دفاع د وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي وويل: اوس په هيوادکې دښه امنيت د تامينولو په مقصد د ملي اردو په مشرۍ د افغان امنيتي ځواکونو له خوا اته پلان شوي عمليات د بدخشان ولايت د جرم او يمګانو، د سرپل ولايت په کوهستانو، دکندز ولايت په چهاردرې، د فارياب ولايت په المار او قيصار ولسواليو د پکتيا او غزني د ولايتونو په مربوطاتو او د هلمند ولايت د ګرمسير، خانشين او د سنګين په ولسواليوکې پيل شوي دي او دوام لري.
دغه عمليات چې د ملي اردو له خوا پلان ، رهبري او اجرا کيږي؛ له امله يې وسله والو مخالفينو ته د سر زيان او مالي تاوان اوښتى دى او بېلابېلې سيمې د دوى له شتون څخه پاکې شوې دي.
دى راتلوونکي له هيلو ډکه بولي چې طالبان به پکې برياليتوب ونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته