ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزير د مرستندويانو له خوا د څليرويشتو مليونو ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
د لوړو زده کړو وزير د خصوصي لوړو زده کړو په موسسوکې دکانکور د زرګونو تنو داوطلبانو د منلولپاره د يوې  نوې طرحې په وړاندې کولو سره د مرستندويانوله خواد څليرويشتو مليونو ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه.
د باخترآژانس د خبر له مخې: په هغې غونډه کې چې نن په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفير او د يو شمېر بهرنيو مرستندويانو په ګډون د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوه؛ د لوړو زده کړو وزير ډاکترعبيدالله عبيد په وروستيو دولسوکلونو په تېره بيا په تيرو دووکلونوکې د لوړو زده کړو په برخه کې ددغه وزارت کړو وړو ته اشاره وکړه او دلوړو خصوصي زده کړو بنسټونوته دهغو ځوانانو د لارې موندلو په اړوند چې  د کانکور په آزموينه کې بې نتيجې  پاتې کيږي؛ ددغه وزارت نوې طرحه وړاندې کړه.
ده وويل: په روان کال کې نږدې دوه سوه څلور پنځوس زره تنه دکانکور په آزموينو کې ګډون کوي چې له دې جملې څخه نږدې شپيته زره تنه يې د لوړو زده کړو په مرکزونوکې، ديرش زره تنه د نيمه لوړو زده کړو په موسسوکې او څلور ديرش زره تنه نور په تخفيف سره او په وړياډول دخصوصي لوړو زده کړو  په مرکزونوکې ومنل شي .
ده زياته کړه چې په دې صورت کې به اتيا زره تنه نور بې نتيجې پاتې شي او د خصوصي لوړو زده کړو مرکزونو منلې ده چې دکانکور دغه بې نتيجې پاتې شمېر په تخفيف سره جذب کړي .
د لوړو زده کړو وزير زياته کړه: که چيرې هغه مرستندويان چې د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي په دې برخه کې څليرويشت مليونه ډالره مرسته وکړي؛ د روان کال دکانکور د آزموينو هغه ټول شاملان چې په سلوکې له پنځوسو څخه لوړې نمرې ترلاسه کړې وي؛ د لوړو زده کړو مرکزونو ته لاره مومي.
په دې غونډه کې وپتيل شوه چې مرستندويان دې په راتلوونکي غونډه کې په دې اړوند خپلې پريکړې صادرې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته