خبرونهسیاستټولنه

د تېرو کلونو په پرتله سږ کال کابلیانو د وږي ۱۸ مې ورځې سهار په خوښۍ پیل کړ

 کابل / د وږي ۱۸ مه / باختر

په داسې حال کې چې کابلیانو به تېرو کلونو کې د وږي د اتلسمې ورځې پر سهار سترګې روڼې کړې د ښار په هره څنډه کې به نامسوول وسله وال تر سترګو کېدل، ډېر شمېر کسان به د وېرې له کوره نه وتل؛ خو سږ کال بیا هر څه بدل شوي دي.

د کابل ښاریان سږ کال د وږي په اتلسمه ښار ته راوتلي او پرته له کومې وېرې یې خپلې ورځنۍ چارې پیل کړې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی ګل محمد خان وايي چې تېر کلونه به یې هڅه کوله چې د وږي په اتلسمه په خپل کور کې پاتې شي، ځکه چې د ښار په هره څنډه کې به ډزې کېدې، غیر مسوول وسله والو کاروانونو به د کابل ښار پر سړکونو ګزمې کولې او آن هوايي ډزې به یې کولې، خو سږ کال هر څه بدل شوي دي او خلک خپلې چارې ترسره کوي.

په کابل ښار کې ټکسي چلوونکی سعد الله افغان وايي چې په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې پرته له وېرې یې خپل کار پیل کړی، په وینا یې په ښار کې غیر مسوول وسله وال ترسترګو نه کېږي او هر سړی په خپل کار پسې روان دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې له سهاره یې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې ځواکونه ځای پر ځای کړي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د خلکو آرام ژوند نارام کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو څو کلونو کې به د وږي په ۱۸مه زیات شمېر کابل مېشتو زړه نه ښه کاوه چې ښار ته راووځي او خپلې چارې ترسره کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته