ټولنه

له سعودي عربستان څخه هيواد ته دحاجيانو دليږدونې بهير پاى ته ورسيد

کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د افغاني حاجيانو د سپرلۍ د الوتکې  وروستۍ الوتنه تيره شپه ترسره شوه.
دحج او اوقافو وزارت معين ډاکتر داعي الحق عابد باخترآژانس ته وويل چې په روان کال کې څليرويشت زره تنه حاجيان دبيت الله شريف دحج دفريضې د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو او په خيرسره دافغان حاجيانو دسپرلۍ وروستۍ الوتکه تېره شپه د کابل په نړيوال هوايي ډګرکې راښکته شوه او د افغان حاجيانو د ليږدونې بهير د آريانا، کام اير او د صافى د شرکتونو په واسطه په يوسلو شپاړسو الوتنوکې پاى ته ورسيد .
د داعي الحق عابد دڅرګندونو له مخې: په روان کال کې دتيرکال په پرتله دبيت الله شريف دحج دفريضې د اداکولو بهير په شفاف ډول ترسره شو او په مدينه منوره اومکه مکرمه کې دافغانستان دحج دبعثې له خوا افغان حاجيانو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې وې او د آسيا دجنوب ښوونځيو د افغانستان د حج بعثې  ته زيات خدمتونه ترسره کړل .
د ده دڅرګندونوله مخې: د روان کال د حج د مراسموپه بهيرکې څليرويشت تنه افغان حاجيانو د عمر د زياتوالى او د ترافيکي پيښوله امله وفات شوي دي او يواځې يو تن دغلا په تور په دغه هيوادکې بندي دى او دحج بهير په بشپړه توګه په ښه توګه ترسره شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته