Uncategorized

محمد طاهر زهير د هېواد ټولو خبريالانو ته د “خبريال ملي ورځې” مبارکي وويله

کابل / د کب ۲۷مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په هغې غونډه کې چې د باختر اطلاعاتي آژانس رياست مسوولينو او کارکوونکو د خبريال ملي ورځې په مناست جوړه کړه؛ دغه ورځ د باختر اطلاعاتي آژانس خبريالانو او د هېواد تولو خبريالانو ته مبارکي وويله.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دغو مراسمو په پيل کې د باختر آژانس رييس نجيب الله شينواري، ټولو خبريالانو په تېره بيا د باختر آژانس خبريالانو ته د “خبريال ملي ورځې” مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د خبريال د ورځې نمانځل د هېواد د خبريالانو او د رسنيو د ټولو کارکوونکو د کارونو ستاينه او قدرداني ده.
شينواري وويل چې خبريالان د پرمختللي، هوسا او سوکاله افغانستان لپاره په بې پرې اطلاع رسونه او مسلکي کار کې ستر مسووليت او رسالت لري.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د “خبريال ملي ورځ” ټولو خبريالانو په تېره بيا د باختر آژانس خبريالانو ته مبارکي وويله او د هېواد د رسنيو د خبريالانو او نورو کارکوونکو په تېره بيا د باختر آژانس د خبريالانو د کارونو قدرداني یې وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هغو قربانيو يادونه وکړه چې خبريالانو او د رسنيو نورو کارکوونکو د بيان او مطبوعاتو د آزادۍ په لاره کې زغملي دي او د هغوی پاک روح ته يې دعا وکړه.
هغه له نړيوالو سازمانونو او بنسټونو څخه وغوښتل چې له خپلو نفوذ څخه په استفادې سره، په افغانستان کې د خبريالانو او رسنیو د فعالانو د ترور مخه ونيسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د باختر آژانس له مسوولينو او کارکوونکو څخه د دغه پروګرام د جوړولو په خاطر مننه وکړه او د هېواد له رسنيو او باختر آژانس څخه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق هم په خپلو خبرو کې د “خبريال ملي ورځ” د هېواد د ټولو رسنيو خبريالانو په تېره بيا د باختر آژانس خبريالانو ته مبارکى وويله او د اطلاع رسونې په کار کې یې د دغه خبري آژانس د فعاليتونو يادونه وکړه.
هغه دغه راز د خبريال ښارګوټي د جوړولو او د هېواد په دننه او بهر کې د لنډمهالو او منځ‌مهالو مسلکي زده کړو دورو د زمينو د برابرولو، د کتابتون د جوړولو او ددغه خبري آژانس د ټولو برخو د سمبالولو په برخه کې د خپرونو چارو معينيت د يولړ پروګرامونو په اړوند څرګندونې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ټينګار وکړ چې ژمن دى او اراده لري چې د باختر آژانس د رسنیزو فعاليتونو د لا ښه والي لپاره د دغه خبري آژانس ملاتړ وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې د پرېکړې پر بنسټ، د کب ٢٧مه د هېواد په تقويم کې د “خبريال ملي ورځ” نومول شوې ده او د پرتمينو مراسمو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته