امنیت

دچغچران ښار پوليسو په يو مقام دوسله والو طالبانو ناکامه بريد.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دغور ولايت  دمرکز چغچران ښارددويمې امنيتي حوزې آمر په يوتروريستي بريدکې روغ رمټ پاتې شو.
په اخترمحمد تيره شپه دلاسي بم بريد وشو خو ويل کيږي چې دهغه دکورني يو ماشوم په دې پيښه کې ټپي شوى دى.
دغه پيښه تيره شپه په چغچران ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې څوتنه يرغلګر طالبان دپوليسو ددغه مقام په کور لاسي بم وغورځاوه.
دغور دوالي ويندوى عبدالحي خطيبي باختراژانس ته وويل  چې په دې بريد کې  دچغچران ښار ددويمې امنيتي حوزې آمر ته زيان نه دى اوښتى  خو دهغه دکورنۍ يوماشوم ټپي شوى دى .
دخطيبي  دڅرګندونوله مخې، يرغلګر له ځندپرته دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى  دى.
دغور دوالي ويندوى وايي چې دغه ناوړه قصد ته دوسله والو طالبانو له خوا سازمان ورکړ شوى و اونيول شوى يرغلګر هم ددغې ډلې افراد دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته