ورزش

په زابل کې د سولې ترنامه لاندې د پنځو ولايتونو د واليبال سيالۍ د زابل په بريا سره پاى ته ورسيدې

قلات باختر د وږي د میاشتې ۵ مه
په زابل ولايت کې د واليبال د فدراسيون په نوښت او د سيمه يېز تجار اجمل پټان په مالي لګښت له تېرې يوې اوونۍ راهیسې د پنځو ولایتونو ترمنځ د وليبال پيل شوې سيالۍ د زابل په بریا سره پای ته ورسيدې.
دزابل،کندهار،هلمند، غزني او روزګان د والیبال فدراسیون مشر عبدالباري زابلوال باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه سیالۍ د سولې تر نامه لاندې پيل شوی چې موخه یې ځوانان سولې او یووالی ته هڅول دي.
زابلوال زياته کړه چې په دغو سيالیو کې د زابل،قندهار،هلمند،روزګان او غزني ولایتونو شپږو لوبډلو برخه اخيستې وه چې په لومړي مقام کې زابل او دوهم مقام يې د روزګان ولایت خپل کړ.
بل خوا يو شمېر لوبغاړي وايي چې ورته سيالۍ د ورزش په وده او د لوبغاړو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې خورا موثر رول لرلی شي.
د دوي په خبره د والیبال په ګډون ټولې ورزشی لوبی د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت او له جګړو او نشه یي توکیو د را ګرځولو عمده علت دی او په کار ده چې زياته پاملرنه ورته وشي.
ديادونې وړ ده چې په زابل کې له څوکلونو راهيسې دواليبال لوبه مخ پرختميدو وه چي په دې سره به د دغو ولايتو ترڅنګ په زابل کې هم دواليبال لوبه مخ پر زياتيدو شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته