١٥ – کابل باختر د مرغومي پنځمه
ددوه سوه درې تندر قول اردو دملکي زده کړې له کورسونو څخه درې سوه نهه پنځوسو تنو د بريدمني په رتبه نن فراغت سندونه ترلاسه کړل .
د ٢٠٣ تندرقول اردو دقوماندانۍ ويندوى ډګروال ساعت ګل هوټک دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه فارغان دپکتيا ، پکتيکا ،خوست ، غزني اولوګر په ولايتونوکې د ٢٠٣ تندر قول اردو له ميشتو کنډکونو څخه معرفي شوي ووچې داړوندو جزوتامونو په درې مياشتنې پوځي مسلکي زده کړو په ترسره کولو سره معرفي شول .
ديادونې وړ ده دا ددغې قوماندانۍ له روزنيزو کورسونو څخه اوولسمه دوره فارغان دي .