امنیت

يو تن د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شو

 کابل/ باختر/ د وري دمياشتې٨ مه
د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکی ونيوه.
دغه سړى پرون ناوخته دکهسان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه له دوو کيلوګرامو نشه يي توکو سره ونيول شو .
نيول شوي سړي دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يوه ټيلر موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل ايران ته يې قاچاق کړي.
د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي سړي د پوليسو په لومړنيو تحقيقاتو کې د هرات په ځينو سيموکې د نشه يي توکو دقاچاقو په څو مواردو اعتراف کړى دى.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته