ټولنه

دحضرت حمزه په جومات کې دراى ورکونې بهير په ځند سره پيل شو .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
په  قصبه کې دحضرت حمزه  جومات دراى ورکونې په مرکز کې دراى ورکونې بهير په دوه نيم ساعته ځنډ  سره پيل شو.
  دباختراژانس دخبرله مخې، سره له دې چې په دې مرکز کې  دراى ورکونې بهير  په ځنډ سره  پل شو او دهرې شيبې  په تيريدو سره دراى ورکوونکو ليکې هم لاپسې اوږديږې .
راى ورکوونکو له امنيتي پلوه له انديښنو سره سره له ليکو څخه ونه وتل او ويې ويل  سترګې په لاره  پاتې کېږي چې کارکوونکي په کار پيل وکړي
ددغه مرکز مسوول نذير احمد وايي چې دګوټې لګولو دوسيلې  دفعالولو  په خاطر دراى ورکونې  په بهير کې  يوه اندازه ځنډ  رامنځته شو .
کتوونکي  او مشاهدان وايي داکار ددې سبب شو  چې راى ورکوونکي  له ستونزو سره مخامخ شي اويوشمير  ميرمنې له ساحې څخه لاړې .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته