امنیت

په هرات کې دڅو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل- باختر  دوږي  ٢١:
  دملي امنيت ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې دهرات ولايت هوايي ډګر ته په غځيدلي  واټ کې دڅو چاودنو مخه نيولي ده .
ويل کېږي چې ياغي طالبانو پرون نيت درلود چې دهوايي ډګر په واټ کې  په ماين ښخولو سر ه دافغان امنيتي ځواکونو او دناټو دپوځيانو په کاروان او په ملکي وګړو بريد وکړي خو بريالي نه شول .
دهرات ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې ددوى تخنيکې کارکوونکو دغه ماينونه شنډ کړي دي .
ده وويل: دغه ماينونه چې له لرې واټن څخه کنتروليدل  د طالبانو له خوا په افغان ځواکونو دناټو په پوځيانو او په ملکې وګړو دبريد په خاطر دهرات هوايي ډګر ته په غځيدلي واټ کې ځاى پرځاى کړى شوي وو .
دهرات سيمه ييز مقامات وايي چې ددغو ماينونو د ښخولو دعاملينو دنيولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته