سیاست

دسترې محکمې رييس دملګروملتوسازمان دمعاونيت هيئت دقانون دواکمني دبرخې له رييس سره وکتل .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دسترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم نن له غرمې وروسته په کابل کې  دملګروملتو سازمان  دمعاونيت  هيئت  دقانون دواکمني دبرخې له رييس مايکل هارتمن سره چې په دې وروستيو وختو کې يې دنده پاى ته رسيدلې ده دخپل کار په دفتر کې دمخه ښې  کتنه وکړه .
  دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې لومړى  دسترې محکمې رييس ، له سترې محکمې سره ديوناما  دقانون دواکمني دبرخې دهمکاريوپه باب  چې زياتره له اداري فساد سره دمبارزې  په لاره کې او دغه راز دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي قضيو دڅيړنې دمحکمو او ديوانونو دتجهيزاتو او کاري وسايلو داکمالولو او دقاضيانو دروزنيزو پروګرامونو په پرمخ بيولو کې  ونډه   اخستنه  وه  اړيکه ونيوله او په ټوليزه توګه  په دې برخه کې همکاري يې چې له سترې محکمې سره  په بشپړ همغږۍ کې تنظيم شوي دي  وستايه او له قضايه قوې سره دهمکارى او همغږي فضا په رامنځته کولو او دده  دګټور او اغيزمن رول په خاطر له ښاغلي هارتمن څخه مننه وکړه .
وروسته  هارتمن له قضايه قوې سره  د همغږۍ فضا دملګروملتو له سازمان سره  دافغانستان دقضايه قوې داړيکو دټينګښت مهم عامل وباله او دمتقابلو همکاريو څخه يې چې په مادي او تخنيکي برخه کې دهمکارى سبب شوى دى خوښي او مننه وکړه او زياته يې کړه  چې په کابل کې دملګروملتو سازمان  د معاونيت هيئت ددفتر پاليسي  دقانون دواکمني په خاطر او داتباعو دبشري حقوقو دتامينولو په خاطر  همکاري  ده . او څرنګه چې دافغانستان قضايي نظام  په دې برخه کې يې  ستر مسووليت په غاړه لري له شک پرته  به  دغه همکاري دوام وکړي .
دواړو لورو په دې کتنه کې  دعلاقې وړ دنورو مسئلو په باب هم خبرې وکړې  او دسترې محکمې رييس  ښاغلي هارتمن ته  دزياتو برياليتوبونو هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته