ټولنه

په کابل کې يو واټ د جګړې دقربانيانو دواټ په نامه ونومول شو

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢١:
دکابل ښار ددولسمې ناحيې په ساحه کې يو واټ نن دجګړې دقربانيانو دواټ په نامه ونومول شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، دافغانستان دبشر دحقوقو او ديموکراسۍ دسازمان ، دجګړې دقربانيانو دشورا ګانو ، کابل ښاروالۍ  ، دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون په ګډون بيلابيلو بنسټونو او دمدنې ټولنې يوشمير فعالينو نن  په يو ګډ تصميم کې دکابل ښار داحمدشاه بابا مينې په ساحه کې يو واټ چې دکابل  دپلچرخې  جيل ته څيرمه دى  دجګړې دقربانيانو دواټ په نامه و نوماوه .
په هغو مراسمو کې چې نن په دغې ساحه کې پرځاى شوي و، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني ، سيما سمر  او دکابل ښاروالۍ معين خبرې وکړې او هيله يې وکړه چې  جګړه زموږ له هيواد څخه  خپل ټغر ټول کړي اوديوې سوکالې ټولنې دجوړولو لپاره فضابرابره شي   چې ددې هېواد بچيان دملي يووالي ، دينې ارزښتونو او دعلمي وپوهې په رڼا کې دخپل هيواد دجوړولوپه لاره کې کار وکړي.
دوي  دغه راز وويل : چې د جګړې دقربانيانو په نامه ددغه واټ نومول موږ دې ته متوجه کوي  چې  جګړه او وژنه دافغانستان دستونزې د حل لاره نه ده  بلکې ديوبل  منل  او متقابل درک کولاى شي  په دې لاره کې  له موږ سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته