سیاست

قانونپوه سرور دانش: په ښاروالۍ کې هر راز اصلاحات به د قانون له مخې وي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٣ :
دکابل ښاروالۍ يو شمېر انجنيرانو نن د جمهور رئيس له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او خپلې غوښتنې يې ورسره طرحه کړې.
د جمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دکتنې برخه والو د هغه هيئت  له خوا په نيول شوي تصميم چې د کابل ښاروالۍ  دانجنيرۍ د برخې د کړنو د څيړنې او دغه راز  د جايدادونو د بيو د ټاکنې په برخوکې په ښاروالۍ پورې د اړوندې ادارې د چارو د پلټنې لپاره موظف شوى و؛  اعتراض وکړ او په دې برخه کې يې د مسوولو مقاماتو دبيا کتنې غوښتنه وکړه.
د دوى دڅرګندونوله مخې: موظف هيئت مخکې له دې چې اړوندې څيړنې پاى ته ورسوي، يولړ تصميمونه نيولي دي چې له قانوني اصولو سره مغايرت لري   او بايد په دې برخه کې بيا کتنه وشي.
دکتنې برخه والو  دموظف هيئت دپوښتنو په وړاندې دځواب ورکولو لپاره  دخپل تياري خبر ورکړ او ټينګار يې وکړ چې ټول اجراات يې د اړوندو قوانينو او لايحو په  چوکاټ کې ترسره شوي دي.
په مقابل کې د جمهوررئيس مرستيال دکابل ښاروالۍ او ددغې ادارې دانجنيرۍ د برخې د مسوولينو دهڅو او هاند له امله د قدردانۍ د څرګندولو په ترڅ کې د دغه هيئت د موظف کولو اصلي موخه د ادارې اصلاح وباله او ويې ويل: ډاډمن و اوسئ  چې  هر راز اصلاحات او تدبيرونه چې لازمه ده؛ د کابل ښاروالۍ په اداره کې ترسره شي، دقانون له مخې به وي.
قانونپوه سرور دانش د کابل ښاروالۍ د اړوندو تقنيني سندونو نوي کول يوه اړتيا وبلله او په دې برخه کې يې د چارو دمسئوولينو په جدي  پاملرنې باندې ټينګار وکړ .
ده دملکيت دسندونو او قبالو د ليږدونې دبهير په برخه کې وويل چې دغه بهير په تيرو وختونوکې يوه جدي ستونزه لرله او هلې ځلې کيږي چې په دې باب لازمې اداي اوقانوني آسانتياوې ترلاس لاندې ونيول شي .
دجمهور رئيس مرستيال وويل: د کابل ښاروالۍ په اداره کې د لازمو څيړنو لپاره د هيئت موظف کول د ادارې داصلاح په نيت ترسره شوي دي او په دې برخه کې  هر راز قانوني او اداري تصميم  او  دحل په يوې لارې  برياليتوب دموظف هيئت له رپوټ وروسته ترسره کيږي .
د جمهوررئيس دمرستيال دڅرګندونوله مخې: د اړتيا په صورت کې د لوى څارنوالۍ دا دارې له خوا حقوقي او قانوني ترتيبات نيول کيږي او ترهغه وخته پورې چې ددغه هېئت د څيړنې کار پاى ته  نه وي رسيدلى؛ هر راز اداري ترتيبات به يو لنډمهال اقدام وي.
ده په کابل ښاروالۍ کې له موظفو انجنيرانو څخه وغوښتل چې د لازمو څيړنو د ترسره کولو په کارکې دې له دغه هيئت سره همکاري وکړي ترڅو د ادارې  د اصلاح په بهير او کابل ښاريانو ته دښو خدمتونوپه وړاندې کولو کې مرسته وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته