ټولنه

په سرپل کې داوبو دزيرمو په جوړولو ټينګار

کابل باختر دثور ٣٠مه :
په سرپل ولايت کې داوبو دپنځلسو زيرمو دجوړولو دسروې کار پرون پيل شو .
دسرپل ولايت دسمندري حوزې رياست مسوول باختراژانس ته وويل  داوبو او انرژى وزارت له خوا ددرې مليونو ډالرو په لګښت ديوې  پروژې په تطبيقولو  سره ددغه ولايت ٣٤ کليو اوسيدونکو به دڅښاک اوبو ته لاسرسي پيداکړي .
  دسرپل ولايت دسمندري حوزې رييس سيد روح الله شهاب زياته کړه چې دغه پروژې ددغه ولايت په مرکز کې پيل شوې ده او په روان کال کې ددغه ولايت په کچه داوبو ٣٤ زيرمې جوړېږي .
دسرپل ولايت يو مدني فعال دخوښي په څرګندولو سره وايي داوبو دزيرمو جوړول دکرنيزو اودڅښاک داوبو دکمښت له پلوه دخلکو دستونزو دلرې کولو په  لاره کې ارزښتناک دي .
ده ددغه پروژې په ډير ژر  عملي کولو ټينګار وکړ .
   ختم _+ مينه_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته