کابل / د وري ١٨مه / باختر
کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوى د دغه بنسټ د بېلابېلو څانګو د څېړنې په لړ کې د تنظيف او سمسورتيا مديريتي لارې چارې وڅېړلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ کابل ښاروال د دغې څېړنې په بهيرکې د خلکو له خوا د ښاري فرهنګ رعايتول يو ملي او انساني کار وباله او د ژوندانه چاپېريال ساتنې د جدي څېړنې په لاره کې يې د دغه بنسټ د مسوولينو پر پاملرنې ټينګار وکړ.
هغه دغه راز د خدمتونو او امکاناتو د وړاندې کولو پر معياري کېدو ټينګار وکړ.
کابل ښاروال څرګنده کړه چې د ښار په کچه د عفوني ضد کولو کار پر دوام سربېره اړوندې څانګې دې د اصنافو له خوا د روغتيايي مسئلو د رعايتولو د څرنګوالې په اړوند څارنه ولري.
ختم – ج – اکرم
1 1 دقیقه لوستل