سیاست

د مشرانو جرګې د رييسانو کميټې غونډه وکړه

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٨
د سنا مجلس دلومړي نايب محمدعلم ايزديار په مشرۍ دمشرانو جرګې د رييسانو کميټې غونډه وکړه او د دغه مجلس د راتلوونکې اوونۍ د غونډو اجندايې وټاکله.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې د سنا مجلس د کميسيونونو او د عمومي غونډو د کاري اجندا د ټاکنې په ترڅ پريکړه وشوه چې د روان کال د ليندي د مياشتې د دويمې نيټې د يکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ماتم د قانون طرحه او د بريښنا د پرچاويو په باب د موصلاتو او مخابراتو د کميسيون کاري رپوټ دې عمومي غونډې ته وړاندې شي او د ليندي د مياشتې د څلورمې نيټې د سه شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې دې هيواد د روانو مسئلو په باب خبرې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته