امنیت

وسله والو غلو د يوه صراف پيسې لوټې کړې

کابل باختردتلې دمياشتې ٧نيټه :
وسله والو غلو پرون د پروان ولايت په مرکز کې د يوه صراف پيسې لوټې کړې .
باختر آژانس د پروان ولايت د يوه امنيتي خبرځاى له خولې خبر راکړ:
وسله والو غلو په چاريکارو ښارکې له يوه کرولاموټر څخه په استفاې سره د يوه ګرځنده صراف څه دپاسه ٢٥٠ زره افغانۍ نغدې پيسې لوټې کړې.
خبرځاى زياته کړه چې پوليسو له دغې پيښې وروسته د غلو په تعقيب لاس پورې کړ او د هغوى د سپرلۍ موټر يې د چاريکارو ښار ته څېرمه ترلاسه کړ او دغلو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې کوي .
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته