سیاست

دبهرنيو چارو وزير : په افغانستان کې دپاکستان دراکټي بريدونو دوام به ددواړو هيوادونو په اړيکو منفي اغيزي وکړي

کابل باختر د تلي دويمه
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل  چې له افغانستان سره خپلي مرستي اوژمنې له دولتي لاري  عملي کړي .
دباختر اژانس دخبر له مخې ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير  ډاکتر زلمي رسول  دغه  غوښتنه په دي وروستيو وختو کې دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې ديوي وينا په ترڅ کې  وکړه .
ده په دي ترڅ کې چې دتوکېو کنفرانس دافغانستان او دنړيوالې ټولنې  ترمنځ نوي  فصل وباله  هيله يې وکړه چې په دغه کنفرانس  کې  نوي ژمني داصلي بودجي او دغه مرستي دافغانستان له ملي پرمختيايي  پروګرامونوسره  چې لومړيتوب لري ترسره شي .
دبهرنيو چارووزير ټينګار وکړ چې له فساد سره مبارزه ، د افغانستان ددولتي ستنو ټينګښت  او دقانون  دواکمني په پياوړتيا  دغه راز دکليدي لومړيتوب  په توګه دافغانستان داسلامي جمهوري  دولت ته پاتي دي .
ډاکتر زلمي  رسول په دې  لاره کې دافغانستان دژمنې دنموني او مثال په توګه  دجمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان يادونه وکړه .
دغه راز  دافغانستان  دبهرنيو چارووزير له يو شمير ځواکمنو هيوادونو سره دڅو اړخيزو موافقه ليکونو لاس ليک په نړيواله کچه دمشروع ځاي دموندلو  په توګه وباله او ټينګار يې وکړ چې دغو مشارکتونوته د تروريزم اوبنسټ پالنې له دوو کرغيړنو پديدو سره زموږ دګډي مبارزي او  راتلونکې سولې او ثبات ته د رسيدو لپاره داساسي پديدو په توګه ګورو .
دبهرنيو چارو وزير  دملګروملتو دسازمان په امنيت شوراکې  په خپلي وينا کې دسولې اوملي روغې جوړې لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت د هلوځلو ددوام يادونه وکړه په هيواد کې دسولې بهير يي  افغان شمو له بهير  وباله  .  او يوځل بيايې له وسله والو مخالفينو څخه  چې دتاوتريخوالې  له پاى ته رسولو سره تمايل ولري له تروريستي ډلو سره خپلې اړيکې وشلوي او اساسي قانون ومني ، وغوښتل چې له دغه بهير  سره يوځاي شي .
ده دافغانستان ددولت دسوله غوښتنو هلوځلو په ملاتړ دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا رول ارزښتناک وباله او دملګروملتو سازمان دبنديزونو له  لست څخه دطالبانو ديو شمير غړو دنومونو حذفول  يي ارزښتناک وبلل  چې کولاي شي  دطالبانو هغه غړي چې  له سولې اوملي روغې جوړي سره تمايل لري  له دې زيات دغه بهير ته وهڅوي .
  دبهرنيوچارو وزير په افغانستان کې دپيښو په بهير کې  دملکې وګړو دسردزيان له امله انديښنه څرګنده کړه چې طالبان  او نوري افراطي  ډلي  دهغو عاملين دي .
  دغه راز ډاکتر زلمي رسول په دې وينا کې دهيواد په حريم دپاکستان دراکټي او توپونو دبريدونو دوام دافغانستان د خلکو دقهر او کرکې عامل وباله.
ده ددغه شان بريدونو  دبندولو غوښتنه وکړه چې دوام يي کولاي شي ددواړو هيوادونو په اړيکو منفي  اغيزي ولري .
دبهرنيو چارو وزير تينګار وکړ چې دافغانستان دولت له بهرنيو لاس  وهنو پرته  په هيواد کې دانتخاباتو  دشفاف  بهير په تامينولو ژمن دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته