فرهنګ

کونړ دتاريخ په اوږدو کې دسيمينار دجوړولو کميسيون غونډه وکړه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دکونړدتاريخ په  اوږدو کې  دعلمي _  څيړنيزسيمينار دجوړولو د کميسيون  غړي  نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهنمل غلام نبي فراهي په مشرۍ ديوې غونډې په ترڅ کې وټاکل شول.

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دهيواد دشخصيتونو ، مخورو کسانو  اودتاريخي سيمو په باب دعلمي _ څيړنيز و سيمينارونو د جوړولو په لړ کې په پام کې لري چې دروان کال تر پاى پوري  دکونړ دتاريخ په اوږدو کې علمي _ څيړنيز سيمينار جوړ کړي.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په دې سيمينارکې  چې دهيواد ديوشمير پوهانو اوڅيړنکو په گډون  جوړه شوې وه  دسيمينار دجوړولو د کميسيون رييس اوغړي وټاکل شول  او دسيمينار دجوړولو نيټه مشخصه شوه.

 دغونډي برخه والو دکونړ دتاريخ په اوږدو کې دسيمينار دمقالو دعنوانونو په باب هراړخيزي خبري وکړي  اوټينګاريې وکړ هغه مقالي چې  دپوهانواوڅيړنکو له خوا چمتو کېږي بايد دکونړ ولايت ټول فرهنګي ،. سياسي  ، ټولنيز او اقتصادي اړخونه څرگند کړي .

دغه راز دغه کميسيون دهيواد پيژندل شويو شخصيتونو ته دنده وسپارله چې  خپلې مقالې په  دي باب برابري کړي . اوهم کونړ دتاريخ په اوږدو کې دسيمينار د جوړولو د کميسيون دراتلوونکو غونډو په باب لازم تصميمونه ونيول شول.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهنمل غلام نبي فراهي  ددغه شان سيمينارونو جوړول دهيواد دبيلابيلوسيمو دفرهنګ  ، تاريخ  او ادب په معرفي کولو کې ارزښتناک وبلل ا وويې ويل  کونړ علمي اوفرهنګي شخصيتونه لري او بايد هلې ځلې وشي  چې په دي سيمينار کې دکونړولايت  دفرهنګ ، تاريخ او ادب برخو ته پاملرنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته