ټولنه

په نورستان کې دواورې ښوئيدنې له امله ٤٥ تنه ووژل شول .

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه

  دنورستان ولايت پنځه څلويښت تنه اوسيدونکي تيره شپه دواورې ښوييدنې له امله ووژل شول .

 دنورستان ولايت  مرستيال محمد نبي احمدي باختر اژانس ته وويل ددغي واوري ښوييدنې له امله دمندول  ولسوالۍ دپوشول اوکروکلي تر  واورو لاندې شوي دي چې پنځه څلويښت تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي  دي وايي دژغورني  تيم هلې ځلې کوي چې مړي له واورو څخه وباسي  خو دکار زياتو امکاناتو ته اړتيا لري .

 ده له مرکزي دولت او د طبيعي پيښو  پرخلاف دمبارزي  له اداري څخه وغوښتل چې له زيانمنونکو  کسانو سره سملاسي مرسته وکړي  .  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې زيانمن شوي  کسان خوراکي توکو او تودونکو وسيالوته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته