ټولنه

ازبکستان د مولاناجلال الدين محمد بلخي د نړيوال هوايي ډګرد بيارغاونې لپاره هلې ځلې پيل کړي دي

کابل /دلېندۍ ٢٧مه/باختر
د ازبکستان مقامات وايي د افغانستان د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف په ښارکې د مولانا جلال الدين محمد بلخې د نړيوال هوايي ډګر د بيارغاونې لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
دغه هېواد په دې وروستيو وختو کې يوه فني ډله بلخ ته استولې ده اودغه ډله دهوايي ډګرد چمتو کولو لپاره کار پيل کړى دى .
په افغانستان کې د پخوانى حکومت له نسکورېدو وروسته يوشمېر هوايي ډګرونه له کاره لويدلي دي اويوشمېر نورهم د بهرنيوځواکونوله خوا ويجاړکړى شوي دي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړى استازي عصمت الله ايرګاشف وايي ټاکل شوې ده د ازبکستان فني ډله د مولاناجلال الدين محمد بلخي دهوايي ډګر د الوتنود امنيت د الوتکود ناستې او الوتنې د کرښې اود هوا پوهنې په برخوکې کار وکړي.
هغه په خپله ټولنيزه پاڼه کې اعلام وکړ چې د دغه هوايي ډګر د بيارغاونې اوچمتوکولو بهير يوه مياشت وخت نيسي.
دافغانستان د مولاناجلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډګر په چمتوکولو کې د ازبکستان همکارى د افغانستان له نوي حکومت او خلکوسره د ازبکستان د مرستو د پراختيا ښکارندوي دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته