سیاست

د مبارکۍ پيغام

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست عتيق الله عاطف مل له خوا د قطر د دولت د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر خالد بن محمد العطيه په نامه د مبارکى پيغام ليږل شوى دى.
په پيغام کې ويل شوي دي: ((خوښ يم چې د قطر د دولت د دوست او ورور هيواد د ملي ورځې په مناسبت د ډيرو ښو او صميمانه مبارکيو مراتب تاسوته څرګندوم. باور لرم چې د دواړو ورونو هيوادونو ترمنځ اوسنۍ دوستانه اړيکې او مناسبات به د ګډې ارادې او تفاهم په رڼا کې د دواړو ملتونو په ګټه له پخوا زيات ټينګښت ومومي.
دلوى خداى (ج) له دربار څخه د قطر د ورور ملت له  لا زياتې ترقۍ او سوکالۍ سره جوخت د عالي جناب د سلامتيا هيله کوم.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته