ټولنه

روزګانيانو د سولې له ورستيو هڅو ملاتړ وکړ

ترینکوټ باختر د مرغومې ۳۰ مه
د روزګان د والي ترڅنګ ددغه ولایت سلګونه ديني عالمانو،قومي مشرانو ښځو او ځوانانو د يوې غونډې پرمهال د جګړې له ښکيلو غاړو څخه د جګړې د دريدو او سولې غوښتنه وکړه.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له  مخې؛په جوړه شوې غونډه کې ديني عالمانواوقومي مشرانوپه هېوادکې روانه جګړه پردۍ  ياده کړه او زياته یې کړه چې ګاونډي هيوادونه په ځانګړي توګه پاکستان غواړي د خپلو ګټو ساتلو لپاره  په افغانستان کې جګړه توده وساتي.
دوی په افغانستان کې د سولې په تړاو د افغان حکومت او نړيوالو هڅې
وستايلې  او د وسله والو طالبانو لپاره يې د سولې په برخه کې ورستۍ هڅې يو
چانس وباله.
ديني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او وسله والو طالبانو څخه
يي غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت سره د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.
د جوړې شوې غونډې په ورستۍ برخه کې د ديني عالمانو له خوا څخه يو څو ماده
ييز پريکړه ليک هم ولوستل شو، چې په کې پر عامو خلکو بريدونه
ناروا بلل شوي وو او د وسله والو طالبانو څخه پکې غوښتنه شوې وه، چې د
افغان حکومت سره دې روغې جوړې ته غاړه کېږدي.
روزګان  کې پرداسې مهال د وسله والو طالبانو څخه د سولې  لپاره د خبرو اترو  غوښتنه کېږي چې په دې ورستيو کې يو شمېر هيوادونو د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې پیل کړي او  غواړي  چې  وسله وال طالبان د افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښينوي.
په ټوله کې د افغانانو غوښتنه له وسله والو طالبانو څخه دا ده چې د افغان حکومت سره دې خپل ستونزې د جګړي نه بلکې د خبرو له لارې حل کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته