ټولنه

دهېواد څو تنه ممتاز قاريان دهرات دمقاماتو له خوا وستيال شول .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دهرات والي  دقران عظيم الشان يوشمير ممتاز قاريان  وستايل او وهڅول .
دهرات والي  محمد اصف رحيمي دصادقيه مدرسې  ددارالقران څو تنه نړيوال  قاريان او غړو  سره په کتنه کې ددغې ټکى په اعلامولو سره چې په قراني علومو او فرهنګ سره دځوانانو دروح او روان ښکلي کول  دخير او ښيګڼې  سبب کېږي . دغه قاريان يې وستيال
دصادقيه مدرسې  د دارالقران غړو هم  ټينګار وکړ چې د ولايت دمقام او دنورو مسوولينو  ملاتړ او همکارى  به  دقاريانو  دهڅونې سبب شي .
  دهرات ولايت  د ټولنيزو چارو مرستيالې  مونسې حسن زاده وايي  چې دغو قاريانو په ايران کې  په نړيوالو سياليو کې په ګډون سره داويا هېوادونو ترمنځ لومړى مقام ترلاسه کړي دي .
  په دې کتنه کې دهرات والي  دغو قاريانو ته دستاين ليکونوپه ورکولو سره هغوى وهڅول .
  ختم_ ج  _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته