کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دشينډنډ ولسوالۍ يو قومي مخور دناپيژاندو کسانو په ډزو سره ووژل شو .
دسيمه ئيزې ادارې مسوولين ددغه خبر په تاييدولو سره وايي په دغه قومي مخور هغه وخت بريد وشو چې له جومات څخه خپل کور ته روان و . دهرات دوالي وياند احسان الله حيات وايي حاجي عوض چې په دې بريد کې وژل شوى دى دشينډنډ ولسوالۍ يومخور او پيژندل شوى شخصيت و .
تراوسه پورې ددغې وژنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستي خو امنيتي مسوولين ددولت وسله وال مخالفين او طالبان دبد امنۍ او ددغه شان پيښو عامل بولي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ