امنیت

د کونړ ولايت د ناړې ولسوالۍ لاره پرانستل شوه

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٨ :
د کونړ ولايت امنيتي مقاماتو ددغه ولايت دناړې ولسوالۍ د مواصلاتي لارې د بيا پرانستلو خبر ورکړ.
د کونړ ولايت امنيت قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل: له هغه وروسته چې بهرنيو او کورنيو طالبانو د دغه ولايت د ناړې ولسوالۍ  په مواصلاتي لاروکې ماينونه ښخ کړي و؛ امنيتي ځواکونو د ښخ کړاى شويو ماينونو د شنډولو او د لارې د پرانستلو لپاره عمليات پيل کړل.
سيدخيل وايي چې دغو عملياتو شپږ ورځو دوام درلود چې په پاى کې  د تيرې شپې د يوې بجې په شاوخواکې دغه  لاره پرانستل شوه.
سيدخيل زياته کړه چې په  دغو عملياتوکې دوه تنه امنيتي ځواکونه برسيرن ټپيان شوي  دي چې روغتيايي حالت يې مخ په  ښه والي دى.
سيدخيل د کونړ ولايت د ناړې ولسوالۍ د لارې د بيا پرانستلو لپاره د عملياتو د اوږدوالي په باب وويل: دغو عملياتو په دې دليل دوام وکړ چې وسله والو طالبانو د ښخ کړاى شويوماينونو د شنډولو په وخت کې بريدونه کول چې دطالبانو دغه اقدام د انجنيرى دټيم لپاره کار ستونزمن کړى و.
د ده د څرګندونوله مخې: اوس دغه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوې ده او په تګلوري کې يې څه ناڅه ١٠ امنيتي پوستې هم جوړې شوې دي چې د ده په خبره دغه لاره بيا ونه تړله شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته