امنیت

دامنيتي ځواکونو دسپرلۍ پرموټر دطالبانوبريد .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
ديوسيمه ئيز پوليس په ګډون درې تنه ملکي وګړي په لوګر ولايت کې دطالبانو په وسله وال بريد کې ووژل شول .
دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوال انجنير رحيم امين د باختراژانس خبريال ته خبر ورکړ. وسله والو طالبانو تيره شپه دبره کي برک ولسوالۍ دبرکي راجان په سيمه کې په يوه سراچه ډوله موټر بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي اويوسيمه ئيز پوليس شهيدان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغه سيمه ئيز پوليس  دوه خويندې له يوماشوم سره  يې چې په دې سراچه موټر کې  سپرې وې  ټپيانې شوې دي .
ويل کيږي دپيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي او پوليس دهغو په لټه کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته