کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په داسې حال کې چې ساعت اووه بجې او پنځوس دقيقې ښي په استقلال ليسه کې د رايي ورکولو مرکز تراوسه پورې د رايي ورکوونکو پرمخ نه دى پرانستل شوى .
دباختر آژانس خبريال له سيمې څخه خبر راکړ دکابل ښار يو زيات شمير اوسيدونکو داستقلال دليسې په دروازه کې ليکه جوړه کړې ده چې رايه ورکړي خو امنيتي مسولينو له کومې څرګندونو پرته دغه مرکزته درايي ورکوونکو دننوتلو مخه نيسي دغه راز رسنيو هم تراوسه پورې د دې مجال نه دى موندلى چې له دغه مرکز څخه رپوټ ورکړي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسولينو په دې باب څرګندونې نه دي کړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ