نړۍ

ملا عمر له پاکستان څخه غوښتى و چې قندهار بمباري کړي.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت د رپوټ له مخې، په نويو سندونو کې چې وړاندې شوې دي دطالبانو پخوانۍ مشر ملاعمر له پاکستان څخه غوښتي و په هغه صورت کې چې طالبان د پاکستان دسياستونو دعملى کولو وس ونه لري دغه هيواد کولاى شي په زور خپلې غوښتنې په هغوى عملي کړي.
دباختر آژانس خبريال ليکي: ددغو سندونو له مخې ملاعمر په ٢٠٠٠ ميلادي کال کې دپاکستان دوخت دجمهور رييس پرويز مشرف ته ويلي و که چيرې طالبان دپاکستان دغوښتنو پرخلاف ګام اخلى دغه هيواد کولاى شي قندهار بمباري کړي.
هغه رپوټ چې دملاعمر له مړينې وروسته خپور شو په څرګند ډول په طالبانو دپاکستان دنفوذ ښکارندوى دى ، هغه پاکستان چې په خبرو اترو کې هيڅکله نه ده منلې چې طالبان ددغه هيواد د استخباراتو دکړى له خوا جوړ شوى دى او په افغانستان کې د پاکستان دپوځيانو ټولې غوښتنې عملي کوى خو پاکستان نه شي کولاى هغوى سولې ته وهڅوي.
په رسنيو کې ددغه سند خپريدل نور نو پاکستان ته پلمه نه پريږدي چې د طالبانو په ډلې له خپل نفوذ څخه انکار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته