فرهنګ

په مسکوکې د حافظ په شعر سره د برونز د لرغوني جام کشفول

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
په شپاړلسمې ميلادي پيړۍ پورې اړوند د حافظ شيرازي په شعرونو سره د برونزو جام د مسکو په ښارکې د کيندنې په بهيرکې کشف شو.
باختر آژانس د ايرنا له خولې  خبر راکړ : 
د مسکو ښاروال د سه شنبې په ورځ اعلام وکړ چې د ايران مشهور شاعرحافظ په شعرونو ښکلى دى .
د برونزو د جام ټوټې د مسکو سره ډګر ته څېرمه د کيندنو په بهيرکې موندل شوې دي.
په خبرکې ويل شوي دي: کارپوهانو له فارسي ژبې څخه روسي ژبې ته دجام په مخ ليکل شويو شعرونو د ژباړنې لپاره چې عاشقانه او عارفانه دي؛ اووه مياشتې وخت تېرکړى دى.
دغه جام د زما کوڅه د پروګرام په چوکاټ کې د کيندنو په بهيرکې کشف شو.
د مسکو ښاروال په رپوټ کې په برونزي جام کې د حافظ شعر داسې ليکل شوى دى:
"ساقي به نور باده برافـــروز جام مــــــــــا
مطرب بگو که کارجهان شد به کام مــــــا
مادرپياله عکس رخ يار ديده ايـــــــــــــــم
اى بى خبر ز لذت شرب مدام مـــــــــــــا
هرگز نميرد آنکه  دلش زنده شد په عشق
ثبت است برجريده عالم  دوام مـــــــــــا
چندان بود کرشمه و ناز سهى قـــــــــدان
کايد به جلوه سرو صنوبر خرام مــــــــــا"
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته