اقتصاد

د کابل ولايت په ولسواليوکې پانګونه وده کوي

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د کابل ولايت په څوارلسو ولسواليوکې د پانګونې د وري په مقصد څوارلس کوچني او منځني صنعتي پارکونه جوړيږي.
په همدې مقصد نن د کابل د والي ډاکترحامد اکرم او د پانګونې د ملاتړ د ادارې د رييس محمد قربان حقجو ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
دکابل والي ډاکتر حامد اکرم په دغو مراسموکې وويل: د کابل ولايت په ولسواليو کې زياتې دولتي ځمکې شته چې د دغو صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د پانګونې د ملاتړ د ادارې په واک کې ورکول کيږي.
په دغو مراسموکې د پانګونې د ملاتړ د ادارې رييس محمد قربان حقجو وويل: د پانګونې د ودې لپاره د صنعتي پارکونو جوړول يوه مهمه اړتيا ده، خو ددغو پارکونو د جوړولو په لاره کې مهمه ستونزه د ځمکې کمښت دى چې له نيکه مرغه دغه ستونزه د کابل ولايت په کچه لرې شوه.
حقجو څرګنده کړه چې د دغو صنعتي پارکونو په جوړولو سره په کابل کې سوداګري او پانګونه زياته وده کوي او دغه اداره په دې برخه کې پانګه والوته لازمې آسانتياوې برابروي.
حقجو زياته کړه: همدا اوس د يو نيم ملياردو ډالرو په ارزښت لس صنعتي پارکونه د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د جوړيدو په حال کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته